ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان ته د یوې فعالې ستنېدو او د هغې احتمالي نوماندۍ غبرګونونه پارولي

افغانستان ته د یوې فعالې ستنېدو او د هغې احتمالي نوماندۍ غبرګونونه پارولي

author avatar
13 May 2018 - 15:32
افغانستان ته د یوې فعالې ستنېدو او د هغې احتمالي نوماندۍ غبرګونونه پارولي
author avatar
13 May 2018 - 15:32

نوى ډيلي (پژواک، ٢٣ غويى ٩٧): له هنده افغانستان ته د ډيوې نيازۍ په نامه د یوې ښځينه فعالې ستنېدل او ولسي جرګې ته يې احتمالي نوماندۍ غبرګونونه راپارولي دي.

ډيوه نيازۍ له تېرو پنځو کلونو راهيسې په هند کې مېشته وه، څو ورځې مخکې هېواد ته د دې لپاره ستنه شوه چې د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو کې له ننګرهاره ځان کانديده کړي.

پر نوموړې تور دی چې ګواکې د ښځينه حقونو لپاره يې په فېسبوکي مبارزه کې د اسلام او افغاني عنعناتو ضد څرګندونې کړې دي.

ويل کېږي چې ډيوه په خپله خوښه د مېړه د انتخاب په مسئله کې د تاوتریخوالي له امله هند ته را کډه شوې وه او له خپل خاوند اسد مخلص سره يې د هند پلازمېنې نوي ډيلي کې د نظام الدین اولیاء په زيارت کې نکاح کړې ده.

ډيوې نيازۍ تر واده ډېره موده وروسته پر فېسبوک د ښځينه حقونو لپاره مبارزه پيل کړه چې د بحث ډېره برخه به يې په ماشومتوب کې د نجونو پر ودونو، کاري نا انډولۍ، کورني تاوتریخوالي او پر نر سالارۍ نيوکې وې.

نوموړې له نوي ډيلي کابل ته د ستنېدو پر مهال په خپل فېسبوک کې وليکل: [“خپل وطن ګل وطن” کابل]، خو شېبه وروسته په خواله رسنيو کې يې پر ضد او ملاتړ بحثونه پيل شول.

محمد شُعيب یوسفزي په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې ليکلي: ((افسوس د هغو پر حال چې د دې هرکلي ته ورغلل، لاس ته څه نه درځي، هسې د مشرقي د ولس نوم مه بدوئ، د ډيوې اصليت موږ ته ښه معلوم دى، داسې بې شخصيتو لپاره ننګرهار کې ځاى نشته.))

د فېسبوک ځينو کاروونکو د ډيوې د پخوانيو پوسټونو پرنټ سکرينونه خپاره کړل چې ګواکې نوموړې په کې اسلام او افغاني عنعناتو ته سپکاوى کړى دى.

ډيوه له اصله د افغانستان د لغمان اوسېدونکې ده، خو ډېره موده په ننګرهار کې اوسېدلې او خاوند يې هم د دغه ولايت اوسېدونکی دی، کوم ولايتونه چې سخت دريځي په کې ډېره ده.

باور دا دی چې ډيوه نيازۍ غواړي له همدغه ولايته راتلونکو پارلماني ټاکنو ته نومانده شي؛ ځکه موده مخکې يې مېړه اسد مخلص په خپل فېسبوک پاڼه کې د هغې د احتمالي کانديداتوارۍ خبره کړې وه.

ټاکل شوې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ ل کال په تلې میاشت کې ترسره شي.

د ننګرهار يوه مدني فعال او خبریال عبدالله سهار په خپل فېسبوک کې د ډيوې عکس خپور کړی او په يوه اوږد پوسټ کې يې ورته ليکلي: ((اووف خدایه! دا به نو زما وکیله وي. دومره خو قحط الرجال هم نه دى، دا ډیوه نیازۍ ده، دا هغه څوک ده چې د انسانیت د ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ص) توهین یې په ښه سپین سترګۍ وکړ.))

خو ډيوې نن په خپل فېسبوک پاڼه ولیکل: ((زه دمګړۍ شکر په ګران افغانستان کې یم، د ځینو تورونو په اساس نن ټولو ته په جرئت ډاډ ورکوم، که هر انسان ته زما له طرفه زیان رسېدلی وي، د قانون په رڼا کې دې له ما پوښتنه وکړي، زه حاضره یم.))

پر ډيوې له نيوکو سره سره د خواله رسنیو يو شمېر کاروونکو د هغې د بېرته را ستنېدو هرکلی کړی دى.

حبیبې اشنا ليکلي: ((ډیوې نیازۍ مړي نه دي کړي. قتل يې نه دی کړی، په [کورنيو] جنګونو کې نه وه ښکېله، په چا یې د مرګ فتوا نه ده ورکړې… له مېرمنو مې هیله ده چې سره یو شو او ملاتړ يې وکړو.))

د ختيځ يوه مدني فعال عبدالله هوډ ليکلي: ((‌‌‌‌‌‌ډيوه نیازۍ منځلارې مسلمانه او با استعداده ښځه ده، [پر دې سربېره] په احتمالي کاندیدانو کې وړ کاندیده هم ده.))

پژواک د ډيوې خاوند اسد مخلص پوښتلى چې وروستیو غبرګونونو يې د مېرمنې پر مبارزه او روحياتو اغېزه لرلی؟

مخلص په ځواب کې وويل: ((زموږ پر ضد له پخوا غبرګونونه وو، خو موږ نه هغه وخت او نه اوس وېره لرو، د ډيوې مبارزه به دوام ولري او د همدې لپاره خپل هېواد ته راغلې ده.))

ډيوه نيازۍ د افغانستان په ختيځ او ښايي په ټول هېواد کې يواځېنۍ هغه فعاله وي چې پر فېسبوک په ژوندۍ بڼه راڅرګندېږي او د هغې په وينا، “د افغان مرد سالارې” ټولنې پر ځينو رواجونو نيوکې کوي.

د انډوليز ژوند د تيورۍ پلوي خوشحال خلیل مو وپوښت چې په افغانستان کې تر کومه حده نجونو ته زمينه برابره ده، څو خواله رسنيو کې د خپلو او په ټوله کې د ښځينه حقونو لپاره مبارزه وکړي؟

خلیل پژواک اژانس ته وويل: ((د بیان ازادۍ لپاره موږ په قوانینو کې د مېرمنو لپاره محدوديتونه نه لرو، مشکل زموږ په فرهنګ کې دی چې مېرمنې يې محدودې کړې، بدبختانه ډېرې کمې نجونې په خپلو نومونو په فېسبوکي مبارزو کې فعالې دي، خو هغوى هم په بهرنیو هېوادو کې مېشتې افغان کډوالې دي.))

په ټولنيزو شبکو کې د خلکو د غبرګونونو په اړه ډيوه نيازۍ وايي: ))زه که مخالف لرم، خو ملاتړي هم لري چې بېخي ډېر دي، هو! د ځینو پر نا سمو نیوکو خپه کېږم، خو زه ورته دومره توجه نه کوم، زما مبارزه به دوام لري.))

نوموړې وایي، د اسلام ضد خبرې یې نه دې کړې او که څوک بیا هم نیوکه لري، دا یې ځواب ته حاضره ده.

هغې زياته کړه:) (زما په نوم له مستعارو اکونټونو لیکنې شوې، خو هغه ما پورې اړه نه لري او ما یې په اړه په فېسبوک کې وخت ناوخته سپیناوی کړی دی.))

د معلومات پر اساس، تر اوسه د افغانستان په قضايي ادارو کې د ډيوې نيازۍ په تړاو کومه قضيه نشته، خو يو شمېر د ښځو د حقونو مدافعين بیا د ډيوې نيازۍ د امنیت په تړاو وېره لري.

د مرغومي په ۲۷مه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپل راپور کې وويل، سږ کال په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۹۵ پېښې ثبت شوې چې د تېر په پرتله ۲۱ سلنه زياتوالی ښيي.

د دغه راپور پر بنسټ، په دې پېښو کې يواځې ۱۱۱ د اقتصادي زور زیاتي، ۱۳۷ د لفظي او روحي فشار، ۱۴۵ د فزیکي زور زیاتي، څلور ناموسي وژنې، دوه ځانوژنې، شپږ د تښتونې او پاتې د تاوتريخوالي نورې بېلابېلې پېښې دي.

Visits: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.